hourglass_full Your download should start automatically in a few seconds...

Download سیرت النعمان_Latest Version.apk from Apk-Dl Server

Thank you for using Apk-Dl.com to download the apk file (سیرت النعمان_Latest Version.apk),

If the download doesn't start automatically in a few seconds, please click here to access the download URL directly.

Note: Download and save the apk file to your Android Phone's SD card and install it manually onto the Android device.

Description

د امام صاحب رح په ژوند او اند د نړۍ په مختلفوژبو کتابونه او لیکنې شوي او کېږي
له ښه مرغه د اسلامي نړۍ د همدغه ځلانده ستوري او ستر امام په اړه دشبلي نعماني په لاس لیکل شوی کتاب «سیرت النعمان» د تنکي محصل، لیکوالاو ژباړن شهید بیشر احمد ریان له لورې په لومړي ځل پښتو ته را اړولشوی او چاپ شوی دی
----
د شهید بشیر احمد ریان ژوند ته کتنه !
شهيد بشیر احمد ریان د هیواد د نوموتی لیکوال استاد عبدالله ګل ریانزوی د غزنی ولایت د قره باغ ولسوالی د نعیم کلا اوسېدونکی. د ۱۳۷۲لمریز کال د کب ۲ چې د دې کال د پای شېبې وې، يوه واورینه ورځ وه چېدې نړۍ ته يې سترګي غړولې.
په يوه علمي او دینداره کورنۍ کې را لوی او له داسي چا سره یې ملګرتیاشوه چې خپله يې تر اوسه شاوخوا ۵۰ چاپ او نا چاپ اثار پنځولي. هغه یېوالد صاحب انجنیر عبدالله ګل ریان و، چې په سختو حالاتو کې يې د خپلوبچيانو داسي روزنه وکړه چې خیر به يې انشاءالله د قیامت تر ورځي ورتهرسېږي.
شهید بشير احمد ريان د شپږو وروڼو کشر و. په ماشومتوب کې يې مسافريپیل کړه، لکه د صلاح الدين ايوبی فاتح په څېر.
لومړی مسافری یې کندهار ته له خپلي کورنۍ سره وه، دلته يې ليږ وخت تېرکړ چې د ميدان ښار تر غرونو ها خوا کابل ته لاړل. په کابل کې تر هغواوسېدل چې کله په ګران هیواد افغانستان غرونه د بمونو په ګردونو کې پټشول. له هغه وروسته خپل پلرني ټاټوبي قره باغ ته لاړل.
د ۱۳۸۱ کال د ښوونځي له زنګ وهل کېدو سره سم، يې د ښوونځي په ليخکيقدم کېښود. دا چې دلته ښه بد او بد ښه دي کورنۍ يې دېته مجبوره شوه چېهجرت وکړي، له کورنۍ سره د پاکستان د کراچۍ ښار ته کډه شول. په کراچۍکې د اردو ښوونځي څلورم ټولګي کې شامل شو.
دلته يې له کتاب او قلم سره ملګرتيا پیل کړه، په دولس کلنۍ کې یې د «تلوېزیون او پایلي یې» په نوم کتاب له اردو څخه پښتو ته وژباړه. پههمدې کال يې بل کتاب د « د يوه ليک ځواب» په نوم وژباړه.

په ١٣٨٤ هـ ل دپاکستان کويټې ښار ته راغلل او په شپږم ټولګۍ کې يېد امين عالي ليسي په نوم يوه ليسه کي داخله واخسته.
يوولسم او دولسم ټولګۍ يې په حبيب الرحمن عالي ليسي کي ولوستلې او لههمدې ليسې څخه په ١٣٩٠هـ ل کال فارغ شو. د کانکور ازموينه کي د کندهارپوهنتون د ښووني او روزني پوهنځۍ ته بريالى او د دې پوهنځي د دریادبیاتو څانګه یې پیل کړه اوس مهال د همدې پوهنځي د څلورم کال محصل و، کله يې چې د ۱۳۹۴ کال د مرغومی مياشتي په ۲۶ نېټه، د څلورم کال داووم سمستر د پای ازموینه وه، د ازمويني له ورکولو وروسته د مازیګرشاوخوا ۵ بجې د پوهنتون په سړک د دریو مسلحو کسانو له لوري تری تم شو،له دوه نیم میاشتو بند او شکنجو وروسته د ۱۳۹۵ کال د وري میاشتي په ۸نېټه د ۲۲ کلونو په عمر په ډېر بې رحمانه ډول، داسي چې پر نازک بدن يېد برېښنا د شارټونو نښې معلومېدې په شهادت ورسول شو او جسد يې سپینبولدک ته د غزېدلي لاري پر سر د ډبري په ساحه کې وموندل شو. د دې کالپه ۹ نېټه خاورو ته وسپارل شو.
انالله و انا الیه راجعون .
دشهید بشیر احمد ریان علمي، فرهنګي، قلمي او لکنیز ژوند په لاندي ډولانځورو:
په لومړيوکي يې شعر وايه خو وروسته يې په ځان کې دشعري استعدادنهليدلو له امله ورسره مخه ښه وکړه اولنډو کيسوته يې مخه کړه چي يوشمېريې تراوسه دهيوادپه بيلا،بيلووېب پاڼوکي خپرې شوې هم دي.په دې برسيرهپه اردو او فارسي ژبو لاسبرى او له عربي او انګليسي ژبو سره اشنادى.
په داسي حال کې چي د عمر درویشتم۲۳ پسرلی يې پیلېده، د اولسو چاپ سوواو شپږو (۶) ناچاپه اثارو خاوند و.
چاپ شوي اثار يې :
١- زريني کرښې ٢- غوره شوي نبوي حديثونه (ژباړه) ٣- غازى احمدشاهبابا
٤- دافغاني پاچاهانو لنډ ژوندليک ٥- دتاريخ له څپرکو څخه اړينمعلومات
٦- دجغرافيې له نړۍ معلومات ٧- دنړۍ حيرانوونکې پېښې او معلومات
٨- خليفه هارون الرشيد ٩- د نړۍ د هيوادونو پېژندنه ١٠- سيرتالنعمان
١١- فتوح الغيب ١٢- د مستندو د عاوو ټولګه ١٣- په اروپا کي اسلاميجګړې
١٤- دمېرمنو فقهي مسئلې ١٥- تسهيل الادب ١٦- عربې محاورې، ګرامر اولغاتونه
١٧- الغزالي
ناچاپ اثار:
١- دجامعه حفصه پېغله (دلنډو کېسو ټولګه) ٢- دسيدجمال الدين افغانياند او ژوند (ژباړه)
٣- تلويزون او پايلې يې ٤- ديوه ليک ځواب ٥- منصور حلاج (ژباړه) ٦-دقيامت ،نښې نښانې
د شهید بشیر احمد ریان قلم تر اوسه له رنګه ډک و، د زیات خدمت کولوهیله يې درلوده؛ خو دا چې الله تعالي ورته همدا ورځ ليکلې وه، او دهغه کسانو په ډله کې يې راوست چې هغه شهیدان دی. موږ له خپل رب نهراضي یو چې زموږ استاد، ته يې داسي يو مقام ورپه نصیب کړ، چې ډېر غورهدی.
يا الله ته د بشیر احمد ریان شهادت قبول او د خدمتونو په بدل کې اجرورکړې. کورنۍ ته يې صبر جمیل اجر عظیم او نعمل البدل ورکړې.
لیکوال: صبغت الله وحید